د زابل ولایت په شملزي او نوبهار ولسوالیو کې د نویو مخابراتي سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
ولایت زابل افغانستان

زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت شملزي ولسوالۍ سحراغی سیمه کې  او د نوبهار ولسوالي په شهاک سیمه کې د نویومخابراتي سایټونو د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټونه د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو انټنونو له ډلې دي د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
Background image

بېرته خبرونه ته