د شکایتونو د اوریدو میکانیزم

ډیجیټل کاسا پروژه:

ډیجیټل کاسا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه تر ټولو مهمه پروژه ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل او تر ۲۰۲۳ کال پوري به دوام وکړي.

د ډیجیټل کاسا پروژې په چوکاټ کې به، د افغانستان له لارې له سویلي آسیا سره د مرکزي آسیا فایبر شبکې پراختیا او نښلولو چارې تر سره شي.

دا پروژه به افغانستان په سیمه کې، د نوري فایبر شبکو لپاره  په یوه ترانزیټي هب بدل کړي، چې د نړیوال بانک په مرسته پلې کیږي.

د پروژې موخې:

  • د هیواد 9 ولایاتو مرکزونه، د نوری فایبر شبکې سره نښلول او د هیواد نوري فایبر حلقوي رینګ بشپړول.
  • په ټول هیواد کې د انټرنیټ بیی راټیټول.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې، د خصوصي سکتور پانګوونې را جلبول.
  • د بریښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د دولتي ادارو د ظرفیتونو لوړول.
  • د دې پروژې اصلي موخې، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور د مقررو، طرزالعملونو او پالیسیو له سره کتنه او رامینځته کول دي.

د شکايتونو اوريدلو میکانیزم:

 (GRM) یا د شکايتونو اوريدو میکانیزم: له هغو دودونو، وسايلو، تګلارو او بهیرونو څخه عبارت دی، چې پر مټ یې يوه شکايت ته حل لار موندنه او لاسرسی کیږي.

 د دې له پاره، چې روڼتیا او مسوولیت منلو ته مو لاره هواره کړې وي، د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت، (GRM)  یا د شکايتونو اوريدلو میکانیزم  رامېنځته کوي، چې روښانه موخې او د فعالیتونو له پاره تعریف شوي حدود لري او همدا راز د ډیجیټل کاسا پروژې د هر فعالیت له پلې کولو سره د شکايتونو تر لاسه کولو، ثبتولو او مديريت لپاره به ښکاره پروسیجرونه ولري.

د شکایتونو اوریدلو د میکانیزم موخه:

د (GRM)  یا شکايتونو اوريدو د میکانیزم مديريت موخه دا ده، چې د ډېجېټل کاسا پروژې څخه ګټه اخیستونکي اړخ یا هغو کسانو، چې د دې پروژې له ودانیزو کارونو څخه اغېزمن شوي شکایتونه را ټول او پر خپل وخت یې د هوارۍ له پاره اغېزمن ګامونه واخلي..

د دې کمېټې د جوړيدو اصلي موخه، د هر راز ستونزو هوارولو يا هم د پروژې د پلې کولو په درشل کې د هر راز منفي اغیزو مخنیوي ته کار کول دي.

د شکایتونو اداره کولو لړۍ:

زیانمنې شوې ټولنې، ډلې، وګړي او کارکوونکې حق لري، چې د پروژې فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې او شکایتونه راپورته کړي.

  • اغیزمنې شوې ټولنې، ډلې، وګړي، کارکوونکې او نور ګډونوال، چې چې د کومې ستونزې په اړه شکایت لري، دوی ته پر شکایت د بحث کولو چانس ورکړل شي او د دوی نظرونه به د شکایتونو د څرنګوالي اړ حل په موخه واوریدل شی او همداراز به دوی په حل لارو کې له شته پرمختګونو خبر کړای شي.
  • پرېکړه کوونکې به دا ډاډ شریکوي، چې پریکړې له کوم توپیر پرته په معقول ډول نیول کیږي، شته شواهدو او د شکایت حالاتو ته په پام کی نیولو سره هرې ستونزې ته رسېدنه کيږي.
  • ټولو مسایلو ته په پوره چټکتیا او دقت سره رسېدنه کیږي.
  • شکایت کونکو ته به د ستونزو په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړل شي او دوی ته به د کمېټې له خوا د لومړنۍ پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتلو حق هم ورکړل شي.
  • شکایتونو ته د رسېدنې لړۍ به شکایت کوونکو ته هیڅ راز مالي لګښت ونه لري.
  • شکایتونو ته د رسېدنې په پروسه کې برخه اخیستنه باید، د حقوقي او قانوني حل لارو لټولو خنډ و نه ګرځي.

شکایتونو ته د رسېدنې میکانیزم ډاډ ورکوي، چې ترلاسه شوي شکایتونه سمدلاسه کتل کیږي، څو د پروژې په اړه شته اندېښنې او ستونزې حل کړي.

له پروژې څخه اغیزمنې شوې ټولنې او وګړي شاید خپلې اندېښنې، د پروژې د شکایتونو اوریدو کمیټی ته وسپاري، څو معلومه کړي چې رښتیا هم کوم زیان رامېنځته شوی او که نه، خو بالاخره د کمېټې ژمنتیا دا ده، چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته به د هر هیوادوال اندېښنو ته ځواب وویل شي.

 

د شکایتونو اوریدو کمیټه:

د ډیجیټل کاسا پروژې لپاره، د (GRM)  یا شکایتونو اوریدو میکانیزم، چې عمومي یا فرعي پروژو په ډیزاین او پلي کولو کې روڼتیا او حساب ورکونه تضمین کړي.

دا کمېټه به، د پروژې د فعالیتونو او پلي کولو پرمهال د زیانمنو شویو لوریو د نظرونو او اندیښنو لپاره هم هر اړخیز مسؤلیت ولري.

د کمېټې له خوا ثبت شوي شکایتونه باید، د کمېټې د کوم غړي له شخصي ګټو سره کوم تړاو ونلري. د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي، (GRM)  یا د شکایتونو اوریدو میکانیزم، ټولو اغیزمنو ټولنو، ډلو، وګړو او کارکوونکو ته د لاسرسي وړ دی، د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت او  ډیجیټل کاسا پروژه به په لاندې کچو  کې د شکایتونو ته د رسېدنې کمیټې (GRCs) رامینځته کړي.

 

د شکایتونو د حل کمیټی:

د شکایتونو د حل کمیټه

د کمیټی غړی

د شکایتو د حل کمیټهد فرعی پروژې/ ساحې په کچه

  • په ساحه کی د ټولنیزو او چاپیریال ساتنی مسول/ د پروژې مدیر
  • د ټولنې استازی
  • قراردادي استازی
  • د ولسوالۍ/ولایت استازی
  •  شکایت کوونکی او یا د هغه استازی
  •  د اړتیا په صورت کی اړونده ارګانونو استازی

د شکایاتو د حل کمیټهد پروژی یا د ( PIU) په کچه

  • د پروژي رییس
  • د ټولنیزو او چاپیریال ساتنی مسول
  • د جنډر مسول
  • د بشری منابعو مسول
  • د نظارت او ارزیابی مسول

د شکایاتو د حل کمیټهد وزارت په کچه

  • د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت وزیر  
  • د پروژی رییس
  • د نظارت او ارزیابی رییس
  • د آترا نماینده
  • د پلان او پالیسی رییس
  • د مربوطه ارګان نماینده

 

 شکایتونو ته د حل لار موندلو طریقه:

د شکایتونو ته په حل لار موندنه کې ځنډ، ممکن بل شکایت رامینځته کړي یا د بې باورۍ لامل شي، چې دا چاره د پروژې تصویر ته زیان رسوي او د شکایتونو حل ته د خلکو لیوالتیا هم زیانمنولی شی.

شکایتونو ته به په ټاکل شوې موده کې سمدلاسه لاسرسی وشي. لاندې جدول د پروژې فعالیتونو اړوند د شکایتونو حل او مسؤلیتونه واضح کوی.

مراحل

شکایت کوونکی

د شکایاتو اوریدو د مسول دندې/ د شکایاتو د حل کمیټه

وخت

 

د شکایاتو د حل کمیټه د فرعی پروژی/ ساحې په کچه

اغيزمن شخص/  شکايت کوونکی (يا د هغه/ هغې استازی) کولای شي خپل شکايت په څو لارو وړاندې کړي.

د بيلګې په توګه: د لیک په بڼه، تلیفون، SMS پیغامونو او  یا د شکایاتو حل کمیټی ته د بریښنالیک پواسطه یا په بدیل ډل د هغې غږ د پروژې له کارکوونکو سره په عامه یا انفرادي ناسته کې هم اوریدل کیدی شی.

1

د ساحی په کچه د شکایتونو اوریدو کمیټی ته د شکایت وړاندې کول

- د شکایتونو خدماتو کارولو لپاره د اغیزمنو ټولنو ترمینځ د عامه معلوماتو ناستې ترسره کول.

- د پروژې شکایتونو د ثبت په کتاب کی او د شکایتونو ډیټابیس کې د شکایت ثبتول

- تفکیک/ ترتیب او د شکایت طی مراحل کول

- د شکایتونو ترلاسه کول (تصدیق کول) او تعقیبول

- شکایت بررسی کړی او د حل لپاره اقدام کول او شکایت کوونکو ته لیکلی ځواب وړاندې کول

له 7 څخه تر 14 ورځو

د شکایاتو د حل کمیټه د پروژی د پلې کولو برخی یا د ( PIU) په کچه

که چیرې د فرعي پروژې/ ساحی په کچه حل لاره بریالۍ نه وي، اغېزمن شوی شخص/ شکایت کوونکی کولای شي خپل شکایت د پروژې په کچه د شکایتونو حل کمیټی ته ورسپاري.

2

د یوې مرجع له لارې د پروژې په کچې د شکایتونو د حل کمیټی ته د شکایتونو وړاندې کول

د ټولنیزو او چاپیریال ساتنی متخصص په شمول د پروژې په کچه د GRC تر مینځ د همغږۍ ناستې ترسره کول ترڅو ومومي چې د کوم چینل له لارې د ترلاسه شوي شکایتونو په اړه شکایت کونکي پاملرنې ته اړتیا لري.

10 ورځی

د شکایاتو د حل کمیټه د وزارت په کچه

که چیرې د شکایت د ترلاسه کیدو په 10 ورځو کې شکایت حل نشي او یا ورته پاملرنه ونه شي ، شکایت کوونکی کولای شي د وزارت په کچه د شکایتونو کمیټی) (GRC یا مخامخ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی وزیر ته ورشي. د وزارت په کچه کمېټه یا خپله وزیر به شکایت وڅیړي او په 20 ورځو کې به حل لاره پیدا کړي.

3

شکایت کوونکی کولا شي د وزارت په کچه د شکایتونو کمیټی او یا هم مخامخ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ  د وزیر دفتر ته ورشي وکړي.

د شکایت کونکي او اړونده ادارې ترمینځ د همغږۍ ناسته / د حل غونډې ترسره کول او د شکایتونو څیړنه.

شکایت کوونکي ته به لیکلی ځواب ورکړای شی.

20 ورځی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د شکایتونو د ثبتولو سرچینه:

شکایت کونکي کولی شي د ډیجیټل کاسا پروژې هر عنصر په اړه خپلې شکایتونه له کوم محدودیت پرته د بیلابیل وسیلو له لارې ثبت او یا وسپاري:

  • د شکایتونو بکسونه: د هرې فرعي پروژې سایټ د ولسوالۍ او ولایتي دفتر او په کابل کې به د مخابراتو وزارت په یوه څرګند او ښکاره ځای کې ځای پر ځای شي.
  •  شخصي لیدنه: شکایت کونکي کولای شي، خپلې نیوکې او اندېښنې مخامخ د شکایتونو حل یوې اړوندې کمیټې ته وسپاري.
  •  د تلیفون له لارې: شکایت کوونکي کولای شي، خپل شکایت د دې اړیکشمېرې 0744784100 له لارې په ټولو کاری ورځو کی د سهار ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر ۴:۰۰ بجو پوری ثبت کړي.
  •  د تلیفون پیغام: شکایت کوونکي کولای شي، د پورتنۍ اړیکشمېرې په وسیله د کتبي پیغام له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.
  • عریضه: شکایت کوونکي کولای شي، خپله لیکلې عریضه په مستقیم ډول د شکایتونو اوریدلو کمیټې ته وسپاري
  • بریښنالیک: هغه شکایت کونکي چې انټرنیټ ته لاسرسی لري کولای شي خپل شکایتونه د greivance@digitalcasa.gov.af  بریښنالیک پتې له لارې مونږ ته واستوي.