خبرتیا!

naweed_admin

ګرانو هیوادوالو!

څرنګه چی تاسو ته څرګنده ده پدی وروستیو کی لیدل کیږی چی یو تعداد نامعلومه اشخاص او افراد پدی لټه کی دی چی ستاسو شخصی فیسبوکونه هک او ستاسو له آدرس څخه ناوړه استفاده وکړی. له همدی امله لمړی یاد شخص تاسو ته خپل ځان ستاسو ملګری معرفی کوی او وروسته ستاسو مبایل ته کوډ دراستوی، او تاسو ته وایی چی زه ستا ملګری یم او زما فیسبوک ستونزه پیدا کړی، هیله ده دغه درلیږل شوی کود ماته راولیږی تر څو زما فیسبوک جوړ شی کله چی تاسو دغه کوډ نوموړی دوست ته ولیږی. نو ستاسو شخصی فیسبوک هک او ستاسو د لاسرسی څخه ووځی او د هکر لاس ته لویږی. او بیا ستاسو د فیسبوک آدرس څخه هر ډول ناوړی ګټه وغواړی ترسره کولای شی نو له همدی امله د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت ستاسو څخه په خواره درنښت هیله کوی که چیری له دغیسی موضوعاتو سره مخ کیږی پام مو وی چی درلیږل شوی کوډ هیچاته و نه لیږی.

په درنښت

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۴
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۱
Background image

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت سره د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو د قرارداد لاسلیک

د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو ریاست د بازارموندنې د خدمتونو آمریت د ۱۴۰۵ هـ ش کال د غویي په میاشت کې، د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد...

Back to announcements