افغانستان کې د انټرنټي، مکالماتي او اس ام اس بیې راټیټې او نن عملي شؤې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۱:۴۳
قیمت انترنیت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت میاشت مخکې افغانستان کې د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نوې بیې اعلان کړې او مخابراتي شبکو ته یې یوه میاشت مهلت ورکړ څو نوې ټاکل شؤې بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه یې پلي کړي.

‏د اعلان سره سم نن د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې لومړۍ نېټه ده او ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلي شؤي او درانه هېوادوال کؤلای شي مخابراتي شبکو ته د نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.

‏ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د هېوادوالو د غوښتنې او مخابراتي مارکېټ کې د سالم رقابت په موخه د مخابراتي شبکو له ارزونې وروسته دوه ځلې بیې راټیټې او پلي کړې او همدا راز د هېواد لرو پرتو سیمو لپاره یې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړل چې اوس یې د تطبیق چارې روانې دي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په پاتو مخابراتي ټاورونو په چټکۍ کار روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته