په بلخ کې د مخابراتي ننګونو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلی محمد فهیم هاشمي د مخابراتي شبکو له مسئولینو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو د بندیدو مسله ژر تر ژره حل کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو ګواښ باید د دې لامل نه شي چې وګړي د خدمتونو څخه بې برخې شي.