په بلخ کې د مخابراتي ننګونو د حل لپاره هڅې روانې دي.

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, Jul 30 2019 2:33 PM
په بلخ کې د مخابراتي ننګونو د حل لپاره هڅې روانې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت سرپرست ښاغلی محمد فهیم هاشمي د مخابراتي شبکو له مسئولینو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو د بندیدو مسله ژر تر ژره حل کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو ګواښ باید د دې لامل نه شي چې وګړي د خدمتونو څخه بې برخې شي.