د افغانستان د پستِ خدمتونو د تنظیم رئیس

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د ندې د اعلان  شمېره

د دندې نوم : د افغانستان د پستِ خدمتونو د تنظیم رئیس

بست: دوم (۲)

اداره / وزارت  : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت

ریاست :  د افغانستان د پستِ خدمتونو د تنظیم رئیس

ځای :  کابل

د اعلان دپیل نېټه: 1397/4/3

د اعلان د پای نیټه: 1397/4/12

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  موخې:

د مخابراتو او  معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ژمن دی  ترڅو  د نړۍ د معلوماتي ټولنې د یو بشپړ غړي لرونکي هېواد په توګه  په پام کې لري د هېواد  په ولسوالیو، کلیو او بانډو ته  هر اړخیزه مخابراتي خدمتونه د اقتصادي پراختیایي بازار  له لارې تامین کړي. ترڅو  ټول افغانان ښځې او نر  وشي کولی  مخابراتي خدمتونو  او معلوماتي ټکنالوژۍ ته  په یو ډول لاس رسی ولري او ترې استفاده وکړي ترڅو  د همدې لارې حکومت ټولنیز خدمتونه، د بیا رغاونې د پروسو ملاتړ،  خلکو ته د کار پیداکول، د یو هڅانده خصوصي سکتور رامنځته کول، د فقر کمول او د ناتوانه خلکو  سره  دمرستې چټکولو  پروسه کړندۍ کړي.


د CBR پروګرام  موخه: 

دملکي خدمتونو دتعییناتو بورډ ، د د افغانستان د اوسپنی پټلی اداره د دویمې رتبې  ولایتي بستونه د پیاوړو کسانو دګومارنې په موخه، ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي. دغه بست پایلولپاره د ظرفیت د لوړولو پروګرام یا  (CBR)Capacity Building for Result له لارې تمویلیږي.  یاد پروګرام د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مهمو پروګرامونو څخه دی. چې ټولیزه موخه یې د تشکیلاتي اصلاحاتوله لارې د ملکي خدمتونو دکارکوونکود ظرفیت لوړول دي.

هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې ګومارل کېږي، باید له فوق العاده کاري ظرفیت څخه برخمن وي او د افغانستان ملکي اداروسره د موخو د عملي کولو، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه پروګرام د موخو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.

مینه وال کولی شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول  په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له دفتراو ولایتونوکې یې د دغه کمېسیون له ساحوي دفترونو اویاهم د دغه کمېسیون له ویب پاڼې ترلاسه کړي.  غوښتوونکي کولی شي چې د فورمې له ډکولو وروسته، له اړینو اسنادو لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونوله کاپي سره په کابل کې دکمېسیون مرکزي دفتر او په ټولو ولایتونوکې یې سیمه ییزو دفترونوته وسپاري. غوښتوونکولپاره د ښو اسانتیاوو دبرابرولوپه موخه، د دغه (recruitment@iarcsc.gov.af)  برېښنا لیک له لارې هم  لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونو استول هم د منلو وړ دي.

ددې دندې موخه:

د دولت دمهمو مقصدونو ترلاسه کول او ددي له لاري  دهيواد شموله پستي خدمتونه(USO) دچارو مدیریت او څارنه او همدارنګه دمالي او عملیاتي لحاظه دپستي خدمتونو تامینول او نړیوالو او سیمه ایزو اتحادیوو سره د پوستي خدمتونو دروابطو ټینګول.

 

دندې او مسولیتونه:

۱:- د وزارت  عمومي موخو ته د رسیدو له پاره میاشتیني پلانونه، څلور میاشتني ، او کلني پلانونو جوړول،

۲:- د دولت دمهمو مقصدونو ترلاسه کول او ددي له لاري  دهيواد شموله پستي خدمتونه(USO) دچارو مدیریت او څارنه او همدارنګه دمالي او عملیاتي لحاظه دپستي خدمتونو تامینول

۳:- په هېواد کې دموثرو پوستي خدمتونو دښوالي په موخه د قانون جوړونکو بنسټونو سره په ګډه د پوستي خدمتونو د دقانون د مسودې جوړولو نهای کول..

۴:- د پوستي خدمتونو د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو مدیریت، خدمتونو ته لاس رسي اسانیتاوې برابرول، او د خدمتونو کیفیتونو دښوالي لپاره مناسب قیمتونه رامنځته کول.

۵:- غوښتونکو ته د جوازونو ورکول، او د هغه څخه په بازار کې نظارت او څارنه کول  او دټولو پوستي خدمتونو ادارو سره د هوکړه لیکونو په چوکاټ کې  د موثرو خدمتونو وړاندې کول او دهغوي جوازونه سلب کول کوم چې قانوني جواز نلري.

۶:- د پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو ادارو ترمنځ  د یوې منظمې او عدلانه  پالیسۍ جوړول

۷:- د پوستي خدمتونو وړاندئ کونکو او شرکتونو تر منځ د ستونزو د حل لارې  چارې جوړول.

۸:- د د قانون سره سم د مقررو جوړول، د ملي جواز، د لوایحو طرزالعملونو، او یو شمیر داسې اسنادو جوړول کوم چې د خدمتونو لپاره موثریت او مفدیت ولري.

۹:- د پستي  احکامو او مقرارتو تطبیق او پدې برخه کې د مشتریانو حقوق او وجایب په نظر کې نیول پوستي حدوداتو تعینول او دقانون داحکامو سره سم پوستي خدمتونه ساتل.

۱۰:- د نړیوالو او سیمه ایزو پوستي خدمتونو له اتحادیو سره او بنسټونو سره د ښو اړیکو رامنځته کول.

۱۱:-د پانګې اچونې دجلب په موخه د پوستي مارکیټ مطالعه کول او پدې برخه کې اړونده ستکور ته وده ورکول.

۱۲:-  د افغانستان د پوستي خدمتونو ریاست لپاره دبودجوي چارو په چوکاټ کې اړونده غوښتنې او ضرورتونه وړاندیز کول

۱۳:- دخپلو لاسته راوړنو  او فعالیتونو څخه  لوړو ذیصلاح مقاماتو ته د میاشتني،څلور میاشتني او  کلني  راپورونو چمتو کول او ورکول..

۱۴:- د خپلوکارکوونکو داسې ارزونه تر هغوي سره دکار کولو انګیزه رامنځته او د همدې لارې ورسپارل شوې دندې په ښه ډول پرمخ یوسي او د هغوي ظرفیت نور هم لوړ شي.

۱۵:- د ملکی خدماتو دکارکونکو دقانون مطابق دخپل لاس لاندې مامورینو د اجراتو ارزونه کول.

۱۶:-د کارونو د ښه پرمخ بیولو په موخه که اړتیا شوه، کولی شې دMM-CBR او MIP   پرمختیايي پروګرامونو  د رهبرۍ دوه  تنو استازو سره په میاشت کې دوه ځلې ناستې ولري او خپلې مشورې یو بل سره شریکې کړي، او په ډیر زغم سره د ادارې لخوا ټاکلو اهدافو ته د رسیدو په موخه ناستې ولري او پر دې ځان ډاډمن کړي چې دچارو ارزونه په درست شکل ترسره شوې  او  ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته او همکاري شوې ده.

۱۷:-د تقنیني اسنادو  سره سرم د  باصلاحیته اشخاصو له خوا  د نورو سپارل شوو دندو  ترسره کول

 

د توقع وړ پایلې:

دوه میاشتې وروسته  ګومارل شوی کارمند  باید څخه تفصیلي کاري پلان د(SMART ) معیارونو او د( CBR) موخو په نظرکې نیولو سره دخپلو دندو لایحې او مسولیتونو  پربنسټ جوړ کړي.

 

د راپور ورکولو مکلفیت:

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریس به د وزارت مقام ته راپور ورکوي

 

شرطونه او کاري تجربه:

غوښنونکي  باید لږ تر لږه د دغه بست لپاره د دملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون  د  (۷) او (۳۴) مادو په شرایطو برابروي.

  • په دغه رشتو کې لیسانس ولري: ادراه او منجمنټ، حقوق، نړیوالې اړیکې، اقتصاد، اړیکې، عامه اداره، تجارت، د عامه ادارې پالیسي او هغه چاته لومړیتوب  ورکول کیږي چې په دغه څانګو کې لوړې زده کړې ولري.
  • د دندې اړونده ۳ کلنه کاري تجربه لرل
  • د هېواد په رسمي ژبو پښتو یا دري بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه پوهیدل.
  • د دندې اړونده  په کمپیوټري او تخنیکي مهارتون