ښځې او نجونې- مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۲/۶ - ۵:۳
sdf

  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره (ښځې او نجونې- مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي) نړیواله ورځ ولمانځل شوه. 

نن پنجشنبه د ۱۳۹۷ کال د ثور میاشتې ۶ مه چې د اپریل له ۲۶ مې نیټې سره برابرده “ښځې او نجونې-مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي” نړیواله ورځ چې د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري، لوړ پوړو کورنیو او بهرنیو چارواکو او په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور پورې تړلیو ښځو او نجونو پکې برخه درلوده ولمانځل شوه.
په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د مسئول په حیث ژمنه وکړه چې د منظمو پلانونو له مخې به د ښځو او نجونو د ظرفیت لوړونې، دوی ته د کاري او زده کړو فرصتونو برابرولو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړو. سربیره پردې د محترم اریوبي لخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتګرې نجونې او ښځې وستایل شوې. 
همدارنګه د غونډې په څنډه کې یې په ښځو چارو وزارت کې د  (Government Resource Planning) سیستم د تطبیق په هدف د یاد وزارت له وزیرې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ او په اخر کې یې له هغه نندارتون څخه هم لیدنه وکړه چې د ښځو او اړونده شرکتونو لخوا ترتیب شوی و.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

کار ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی سالنگ ولایت پروان آغاز شد

سایت مخابراتی یادشده که کار ساختمانی آن هم‌ اکنون آغاز شده، در مدت چهار ماه...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

در ولسوالی برکی برک ولایت  لوگر، سروی جهت ایجاد یک سایت مخابراتی انجام گردید

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر در قریه پنده ولسوالی برکی برک  به خاطر...

بازگشت به خبر