د معلوماتو د امنیت او سایبري جرایمو د یرغلونو د مخنیوي په برخو کې ۵۸۰ تنو دولتي کارکوونکو لپاره د زده کړې پروګرام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه په یوه خبري ناسته کې چې د کانټیننټال په هوټل جوړه شوې وه،  څرګنده کړه چې دغه وزارت 580 د دولتي ادارو کارکوونکو ته د برښنایي حکومتولۍ، سایبري جرایمو په وړاندې د مبارزې او معلوماتو د امنیت په برخو کې د زده کړو لنډ مهال پروګرام جوړ کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال چې په یاده غونډه کې ګډون کړی وو خبرې وکړې او وویل: چې په یادو برخو کې د زده کړو اسانتیاوو برابریدل یوه لویه لاسته راوړنه ده او په هیواد کې د برښنایي حکومتولۍ پر لور عملي ګام دی. هغه زیاته کړه: چې د برښنایي حکومتولۍ په لور حرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ستراتیژیکو موخو څخه دی او تر اوسمهاله په دې لاره کې ډیرې هڅې شوي دي. او مخابراتو وزارت لخوا هیوادوالو او دولتي کارکوونکو ته د ټکنالوجیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره پروګرامونه جوړې شوي دي.

ښاغلي حسام یادونه وکړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ او برښنایي حکومتولۍ په برخو کې د زده کړې پروګرامونه د برښنایي حکومتولۍ د پلي کیدو لپاره لومړني ګامونه دي، هغه وویل: چې د زده کړې دغه پروګرام د دولتي کارکوونکو په تیره بیا د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه دولتي ادارو لپاره د لومړني بنسټ په توګه تر لاس لاندې نیول شوی دی.

ښاغلي حسام څرګنده کړه: چې هغه کارکوونکي چې په دغو پروګرامونو کې زده کړه کوي د برښنایي حکومتولۍ او د سایبري ګواښونو او یرغلونو په وړاندې د مبارزې لپاره ښه مهارتونه ترلاسه کوي.

د برښنایي حکومتولۍ د سرچینو د برخې آمر ښاغلي رضوان الله مسکین د یاد پروګرام مهمې برخې په لاندې ډول معرفي کړل:

  • د افغانستان د اسلامي دولت په ټولو اداري برخو کې د برښنایي حکومتولۍ د لاښه، مډرن او موثرو خدمتونو وړاندې کول.
  • په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې د برښنایي حکومتولۍ د پراختیا لپاره لارښوونه.
  • د ارزونې او څارنې په برخه کې مسلکي او تخنیکې لارښوونې.
  • د سایبري جرایمو د مخنیوي څرنګوالی.

همداراز هغه زیاته کړه چې د سایبري جرایمو د مخنیوی لپاره یو لابراتوار هم جوړ شوی دی.

په دغه ناسته کې د HUAWEI او INTERNET WORK PATH شرکتونو رئیسانو په وار سره د موضو په اړوند خبرې وکړلې.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د برښنایي حکومتولۍ او د سایبري ګواښونو د خوندیتوب په باره کې دغه د زده کړې لومړنی پروګرام دی چې په لاره اچول کیږي.

په دغه پروګرام کې ۱۸۰ تنو د دولت لوړ پوړو چارواکو او ۴۰۰ تنو د مرکز او ولایتونو په ګډون د دولت نورو کارکوونکو ته زده کړه کیږي.

دغه پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ وزارت د پروګرامونو څخه دی چې د USAID لخوا تمویلیږي او د HUAWEI  او INTERNET WORK PATH شرکتونو لخوا پرمخ بیول کیږي. د دغه پروګرام لګښت په ټولیزه توګه  ۵۸۰۰۰۰ ډالر دی او باید ووایل شی  چی دغه پروگرام نورو مراحل هم لری.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر