نوری فایبر سره دپروان پوهنتون نښلولو او د چاریکارو ښار د ډیجیټل ۲۵۰۰ لین لرونکې پروژه پرانیستله

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام د روان ۱۳۹۳ کال د جدي میاشتې په ۸ نیټه پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چاریکارو ښار د ډیجیټل ۲۵۰۰ لین لرونکې پروژه پرانیستله  او همداراز د پروان ولایت پوهنتون د نوري فایبر سره و نښلول شو.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام او ور سره پلاوی د پروان ولایت د دولتي چارواکو او خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو او د نوموړي ولایت د ذکرشويو پروژو د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام  په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات ورکړل او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وضعیت او پرمختګ په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې. ښاغلي حسام وویل چې د مخابراتو سکتور په هیواد کې یو له بنسټیزو سکتورونو څخه دی چي د هیوادوالو په اقتصادي، ټولنیز، علمی او فرهنګي چارو کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي حسام وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیواد تحصیلي او زده کړو موسسو ته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ رسولو په موخه لازم اقدامات کړي چې له نیکه مرغه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په همکاری د پام وړ پایلې لري.

ښاغلي انجنیر حسام  د خپلو خبرو په ترڅ کې په پروان ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې د دغه دوو پروژو په فعالیدو سره د پروان  ولایت ښاریان به د معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنت خدمتونوته په مناسبه او ارزانه بیه لاسرسۍ ومومي او د نوري فایبر چې د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې یوه پرمختللې ټکنالوجي ده په وسیله د به تخار  خلک کولای شي چې د هیواد ټولو ولایتونو او د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او خلکو ته د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، کرنې او په نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي محمد عثمان بابري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هلو ځلو څخه په مننې سره وویل: چې په ټول هیواد کې د پروان پوهنتون  په شمول د افغانستان ۸ ( هرات، کابل پولیتخنیک، سمنګان، بغلان، کندز، جوزجان او فاریاب) پوهنتونونه د نوري فایبر سره نښلول شوي دي چې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده

همدا راز د پروان ولایت سرپرست والي ښاغلي بصیر سالنګي، د ولایتي شورا رییس ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني اوپه ملي شورا کې د پروان ولایت د خلکو استازې آغلې سامعې عزیزي په وار سره خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې او د یادو پروژو پرانیستل یې د پروان ولایت لپاره یو ستر پرمختګ وبللې.

باید یادونه وشي چې د چاریکارو ښار د ډیجیټل تلیفون 2500 لینه پروژه 985840 امریکایي ډالر او د نوري فایبر سره د پورته ذکرشويو 8 پوهنتونونو نښلول (30) ملیونه افغانی  لګښت لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پراختیایي صندوق (TDF) څخه تمویلیږي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر