نوری فایبر سره دپروان پوهنتون نښلولو او د چاریکارو ښار د ډیجیټل ۲۵۰۰ لین لرونکې پروژه پرانیستله
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام د روان ۱۳۹۳ کال د جدي میاشتې په ۸ نیټه پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چاریکارو ښار د ډیجیټل ۲۵۰۰ لین لرونکې پروژه پرانیستله او همداراز د پروان ولایت پوهنتون د نوري فایبر سره و نښلول شو.
په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام او ور سره پلاوی د پروان ولایت د دولتي چارواکو او خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو او د نوموړي ولایت د ذکرشويو پروژو د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات ورکړل او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وضعیت او پرمختګ په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې. ښاغلي حسام وویل چې د مخابراتو سکتور په هیواد کې یو له بنسټیزو سکتورونو څخه دی چي د هیوادوالو په اقتصادي، ټولنیز، علمی او فرهنګي چارو کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي حسام وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیواد تحصیلي او زده کړو موسسو ته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ رسولو په موخه لازم اقدامات کړي چې له نیکه مرغه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په همکاری د پام وړ پایلې لري.
ښاغلي انجنیر حسام د خپلو خبرو په ترڅ کې په پروان ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې د دغه دوو پروژو په فعالیدو سره د پروان ولایت ښاریان به د معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنت خدمتونوته په مناسبه او ارزانه بیه لاسرسۍ ومومي او د نوري فایبر چې د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې یوه پرمختللې ټکنالوجي ده په وسیله د به تخار خلک کولای شي چې د هیواد ټولو ولایتونو او د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او خلکو ته د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، کرنې او په نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي محمد عثمان بابري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هلو ځلو څخه په مننې سره وویل: چې په ټول هیواد کې د پروان پوهنتون په شمول د افغانستان ۸ ( هرات، کابل پولیتخنیک، سمنګان، بغلان، کندز، جوزجان او فاریاب) پوهنتونونه د نوري فایبر سره نښلول شوي دي چې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده
همدا راز د پروان ولایت سرپرست والي ښاغلي بصیر سالنګي، د ولایتي شورا رییس ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني اوپه ملي شورا کې د پروان ولایت د خلکو استازې آغلې سامعې عزیزي په وار سره خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې او د یادو پروژو پرانیستل یې د پروان ولایت لپاره یو ستر پرمختګ وبللې.
باید یادونه وشي چې د چاریکارو ښار د ډیجیټل تلیفون 2500 لینه پروژه 985840 امریکایي ډالر او د نوري فایبر سره د پورته ذکرشويو 8 پوهنتونونو نښلول (30) ملیونه افغانی لګښت لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پراختیایي صندوق (TDF) څخه تمویلیږي.