د هیواد د مرکزی او شمال ختیځ ولایتونو د نوری فایبر پروژه لاسلیک شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د هیواد د مرکزي او شمال ختیځ ولایتونو د نوری فایبر پروژه له درې شرکتونو (ZTE ،GHI، RHCC) سره لاسلیک کړه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال انجنیر بریالي حسام د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د ۱۳۹۱ کال د لیندی میاشتې ۱۲ مه په یاد وزارت کې جوړ شوی ؤ  وویل: د نوموړي قرار داد لاسلیک موخه په هیواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا او دافغانستان په ټولو سیمو کې د مخابراتي بنسټونو پراختیا او جوړول دي. هغه زیاته کړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له څو کلونو راهيسې هڅې پیل کړي ترڅو د نوري فایبر خدمتونه د هیواد ټولو سیمو ته ورسوي چې تر دي مهاله په دوو  پړاؤنو کې  اول پړاؤ په ۱۶ ولایتونو او په دوهم پړاؤ کې په ۴ ولایتونو کې کار بشپړ شوی دی.

همدارنګه ښاغلي حسام وويل:د مخابراتو وزارت د پراختیایی پروګرامونو له لړی سره سم  دا دی د بامیانو، دایکندی، تخار، بدخشان، غور ولایتونو مرکزونه  او د یادو ولایتونو  13 ولسوالی د نوری فایبر پروژو قرارداد د ګټونکو شرکتونو سره په درې لاندي کڅوړو کې لاسلیک کوي:

لمړی :  د SDH د سیستم، ډیزلی جنراتورونو، ACS ، د نقلیی وسایل او د اړتیا  نور توکي د نوری فایبر پر بنسټ د Backbone Connectivity د پراختیا د مرکزی او شمال – ختیځو ولایتونو د نښلولو په منظور د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د ZTE چینایی شرکت ته د (5.026.270.27  امریکایی ډالره) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دویمه:  دبامیان، دایکندی، غور او 10 ولسوالیو(شینواری، سیاهگرد، شیخعلی، شیبر، یکاولنگ، پنجاب، لعل و سرجنگل، دولتیار، وارس، شهرستان) د نښلولوپه موخه د نوری فایبر د کیبلونو، د OSP پایپونو/ سیمه ایزو خدمتونو تیارول، درول او په لاره اچول. د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد په  (JV) ګډ هندی استر خصوصی کمپنۍ په ګدون د(Gulf Homebase International Construction Company) چې یو افغانی کمپنۍ ده  د (13.722.971.88 امریکایی ډالره) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دریمه: د تخار،بدخشان او دریو ولسوالیو (خان آباد،کلفګان او کشم) د نښلولوپه موخه د نوری فایبر د کیبلونو، د OSP پایپونو/ سیمه ایزو خدمتونو تیارول، درول او په لاره اچول. د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د رستم حیدری شرکت ته چې په لنډه بڼه RHCC نومیږي،  د (4.605.633.76  امریکایی ډالره) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دا پروژې تر دو راتلونکو کلونو پورې به پلي شي چې له مخې به يي افغانستان ۲۵ ولایتونه د نوري فایبر په واسطه سره ونښلول شي  د یادولو وړ ده چې د دغو پروژو ټولیزه بیه 23.354.905.91  امریکايي ډالر کیږي چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۲۵
Background image

سروی برای ایجاد دو سایت ‌جدید در ولسوالی‌‌‌های یکاولنگ نمبر یک و نمبر دو ولایت بامیان صورت گرفت

کار عملی ایجاد این سایت‌ها‌ به زودی آغاز می‌شود که در نتیجه آن مشکلات مخابراتی و انترنیتی...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت ‌جدید در ولسوالی‌‌ دایچوپان ولایت زابل صورت گرفت

بر اساس تصمیم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی به منظور فراهم نمودن تسهیلات مخابراتی و انترنیتی به مناطق دوردست کشور...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۰:۲۳
Background image

ارتقای ظرفیت خدمات انترنیتی یک سایت شرکت مخابراتی روشن در ولایت لوگر

با ارتقای خدمات انترنیتی این شبکه به 4G ساکنان ولسوالی برکی برک ولایت لوگر که تحت پوشش مخابراتی شرکت...

بازگشت به خبر