دمشرانو جرګي دمواصلاتو اومخابراتو کمیسیون غړو دمخابراتو وزارت لاسته راوړنې وستایلي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون غړو ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجئ وزارت د لاسته راوڼو او راتلوونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل شول.

نن چهارشنبه د ورې دمیاشتي ۳۰ نیټه د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رییس او یو شمیر غړو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ګډه غونډ د مخابراتو په وزارت کې جوړه شوه. یاده غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت په بلنه جوړه شوي وه، لومړی د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجینر امیرزي سنګين پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دغوڼدې موخې یې داسي څرګندې کړي.

موخې:

 ترسره شوي کارونه او د راتلوونکو پلانونو توضیح کول.

د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو اوریدل.

د مخابراتي تاسیساتو څخه لیدنه

  ښاغلي امیرزي سنګین د مبایل خدمتونو،نوري فایبر، افغان تیلي کام، پستي خدمتونو او د معلوماتي تکنالوجۍ مرکز په اړه پلاوي  ته  لنډه معلومات ورکړل او د راتلوونکو پلانونو په اړه وویل: غواړو چې لرو پرتو سیموته مخابراتي خدمتونو وړاندې او تر پوښښ لاندې راولو، د هېواد هغو ولایتونو ته چې د نوري فایبر پروژه نه ده رسېدلې د یادې پروژې رسول، بریښنایي حکومتداري، د 3G  خدمتونو وړاندې کول، له انالوګ سېستم څخه ډیجیټل سیستم ته د تلویزیوني خپرونو اړول او د ختیځ په ۵۰ درجو کې د سټلایت ځای پرځای کولو باندې خبرې وکړې .

وروسته بیا د اترا ادارې مرستیال ښاغلي انجنیر خیر محمد فیضي، د افغان تیلی کام ريیس ښاغلي ګل احمد راستمن او د معلوماتي تکنالوجۍ رییس ښاغلي ایمل مرجان لخوا غوندي ته اړونده معلومات وړاندې کړای شول.

د مشرانوجرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رییس ښاغلي احمد جاوید روف او ورسره پلاوي دغونډې پايله ښه وازوله او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت لاسته راوني یې وستایلې،  په وروستي برخه کې د افغان ټیلي کام له مرکزي هب او د پُست له موزیم څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شرکت اتصالات در ولسوالی سیاه گرد غوربند ولایت پروان صورت گرفت

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و تیم تخنیکی مشترک اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور فراهم نمودن...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

نظارتی به هدف جلوگیری از فعالیت‌های پُستی غیر قانونی در ولایت کنر انجام شد

طی این نظارت از فعالیت آن تعداد شرکت‌های که در بخش خدمات پُستی فعالیت می‌کردند توصیه شد که از ارائه خدمات پُستی غیرقانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

اعلان اشتراک در پریزنتیشن‌های علمی ـ تحقیقی در نمایشگاه تکنالوژی معلوماتی (Research Presentations from Academia)

هدف این برنامه تقویت همکاری میان پوهنتون‌ها، مراکز علمی ـ تحقیقی و صنعت تکنالوژی معلوماتی، شریک ‌سازی...

بازگشت به خبر