غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۵ تنه زده کوونکي فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۹
ولایت غور

د غور ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۴۰ تنه زده کوونکی او ۳۵ تنه محصلین د یوې لنډې کاري زدکړیزې دورې څخه فارغ او ورته بري لیکونه وویشل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د غور ولایت نماینده محترم مولوی محمد صادق رصاص، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي محمد یوسف رهنما او د یاد ولایټ ګڼو نورو چارواکو او سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

د دغه غونډې په لړکې دغور ولایت نماینده محترم مولوي محمد صادق رصاص، د خپلو خبرو په لړ کې د ټکنالوجۍ په ارزښت خبرې وکړی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه یې مننه وکړه چې په یاد ولایت کې یې ځوانانوته د ټکنالوجۍ د زدکړې حاصلولو زمینه برابره کړې ده ، او ځوانان یې وهڅول چې له شته فرصت څخه د تکنالوجۍ په برخه کې ګته پورته کړي او هیواد والوته د خدمت جوګه شي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌ کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته