د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت بېلابېلو برخو کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټرېشن له پروسې څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۳۴
ولایت پروان

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز چاریکار او یو شمېر سیمو کې د مخابراتي شرکتونو اړوند د نویو سیمکاتونو د پلور له بهیر او د سیمکارټونو د ثبت او راجسټرېشن له پروسې څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شرکتونو له لوري پروان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د ثبت او راجسټر پروسه پر مخ ځي او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شرکتونو ته په دې برخه کې د مخابراتي شبکو مشترکینو لپاره د آسانتیاو د ډېرولو او سهولتونو د برابرولو سپارښتنې هم وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي او سرغړوونکو سره قانوني چلند هم کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته