پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د ۲۱مې دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۴۷
ولایت پکتیا

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د یویشتمې دورې لپاره د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له ۳۵۰ تنو څخه چې په دې ډله کې دولتي مامورینو، د ښونځیو زدکوونکو او محصلینو شامل وو آزموینه واخیستل شوه چې له آزموینې وروسته به بریالي کسان یادې دورې ته جذب شي.

د یادونې وړده چې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې د مایکرو سافټ آفیس او انټرنیټ برخو کې د مجربو استادانو له لوري په نظري او عملي بڼه زده کړه ورکول کېږي، چې له فراغت وروسته کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته