پکتیکا ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت ۱۵ میګاهرتز فریکونسۍ کې خپل خدمات پیل کړل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۲
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري روشن مخابراتي شرکت  ته د پرمختللي موبایل براډ بانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مزایدې په ترڅ کې په ۱۸۰۰ میګا هرتز بانډ کی ۵ میګاهرتز فریکونسي د ټاکل شوي قیمت په مقابل کې په اجاره ورکړل شوه.

مخابراتی شرکتونه د با کیفیته او موبایل څلورم نسل (۴جي) معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د پرمختللي عریض بانډ د فریکونسۍ د غو بانډونوته اړتیالري.

تر دې وړاندې ټولو مخابراتي شرکتونو په لس میګاهرتز فریکونسۍ کې خپل خدمتونه وړاندې کول چی اوس مهال روشن مخابراتی شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې، ارګون، یوسف خیلو، زرغون ښار او  سروبي ولسوالیو کې  په پنځلس  مګاهرتز فریکونسۍ کې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پیل کړل د نوموړي مخابراتي شرکت د فریکونسۍ ظرفیت لوړیدلو سره به د یادو سیمو اوسیدونکو مخابراتي او انترنټي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته