د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو محترم وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست لپاره نوی سیستم د ښې حکومتولۍ په موخه چمتو او اوس مهال عملا ترې ګټه اخیستل کېږي

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۱۲
سیستم سازی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان پراساس، د هېواد د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا د رامنځته کولو په دوام د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست لپاره د رسمي هوکړه لیک له شرایطو سره سم چې وړاندې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او لوړو زده کړو محترم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و، فعال او اوس مهال ګټه اخیستنې ته سپارل شوی.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست، چې په افغانستان کې د معلوماتي سیسټمونو د ترویج او پلي کولو د اصلي مرجع په توګه فعالیت کوي، د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست  اړوند ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د دې سیسټم په اغیزمن ډول د کارولو په موخه یو روزنیز پروګرام هم پلي کړی.

د یادونې وړ ده دغې سیسټم کې د غوښتنلیکونو د مدیریت لپاره ډشبورډ، د علمي اثر مدیریت، د ویب پاڼې له لارې د تألیف او ترجمې ریاست  د معلوماتو او لارښوونو مدیریت، د راپورونو جوړول، د سیسټم د مدیریت تنظیمول، د مراجعینو د پیغامونو لیدل او د څیړنې د مرکزونوجوړول او مدیریت د نوموړي سیسټم اساسي ماډلونه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته