هرات ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د شپږو سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۲
ولایت هرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالات مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیوکې د اتصالات مخابراتي شرکت د شپږو مخابراتی سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټ ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره به د هرات ولایت د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

 د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته