پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنه زدکوونکي په زدکړو بوخت دي

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۴۸
مخابرات ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر د ښوونیز مرکز د زده کړې په څلورمه دوره کې ۲۰۰ تنه زدکوونکي د شپږ مياشنۍ مودې لپاره په زدکړو بوخت دي چې په یاده موده کې به د (ویندوز اساسات، ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) کمپيوټري پروګرامونو په برخه کې  زدکړې ورکړل شي او په راتلونکي وخت کې به ټولنی ته د خدمت په موخه وړاندی شی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته