پکتیکا ولایت شخیل آباد ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت نوي 4G سایټ په فعالیت وکړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۵:۱۲
مخابرات ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت ګډو هڅو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت شخیل آباد ولسوالۍ جعفر سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت 4G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول پرانیستل شول.

د روشن مخابراتي شرکت د مخابراتي اوانټرنټي 4G خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د دې سیمې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د پراختیا او کیفیت لوړولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې وستایلې او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړده چې د روشن مخابراتي شرکت په نوموړي ولایت کې د خپلو ټولو سایټونو خدمتونه 4G ته لوړکړي دي او په راتلونکي کې د نوموړي ولایت د پاتې محرومو سیمو لپاره د نویوسایټونو له لارې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو پلان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته