د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۵ کسان فارغ شول

پکتیکا ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له ۱۳ مي دورې څخه ۷۵ کسان فارغ شول، یادو زده کوونکو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئيس محترم مولؤي محمد طارق فاروقي او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسئولینو هم ګډون کړی وو او په ګډه یې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ریاست له هلو ځلو مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زدهکړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.