هلمند ولایت کې د راډیو فریکونسیو د جوازونو اعتبار مودې بررسی په موخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۶
مخابرات ولایت هلمند

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې ګډ مسلکي ټیم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د راډیویي فریکونسيو جوازونو د اعتبار د ارزونې په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې د محلي راډیوګانو مسوولینو ته چې د جواز موده یې پای ته رسیږي، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډ ویت څخه چې د آټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول اړوند ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اترا په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې د بانډ پاس فلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو مسوولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت آبشارو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړېږي

د افغان ټلیکام مخابراټي شرکت د سلام شبکې یو مخابراتي سایټ چې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۲۳
Background image

د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې یو سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د غځولو په دوام د پروان ولایت د غوربند سیاګرد ولسوالۍ کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۱۶
Background image

د دایکندي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۱۰ تنه فارغ شول

د دایکندي ولایت د مخابراتو ریاست ښونیز مرکز څخه له شپږ میاشتینیو زده کړو وروسته...

بېرته خبرونه ته