د کابل ولایت په ۲۱ مې ناحیې کې د ۲ نويو مخابراتي سایټونو له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۶:۵۵
مخابرات ولایت کابل

د کابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي شبکی له ۲ نویو مخابراتي سایټونو چې د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د پلازمینې کابل ۲۱ مې ناحیې اړوند د ماهیپر تنګي او د شپولي بابا سیمو کې د مخابراتو او معلوماي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.

دیادونی وړده چې د ماهیپر تنګي په پیل کې د یوه یاد شوي مخابراتي سایټ ودانیزې چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د لویو لارو لپاره ګڼ مخابراتي سایټونه په پام کې نیولي چې په فعالېدو سره به یې مسافر او د لویو لارو په امتداد میشت ولسونه له مخابراتي خدمتونو برخمن شي، د کابل جلال اباد لویې لارې لپاره ۲۸ مخابراتي سایټونه پلان شوي چې ۶ یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په باقي پاتې سایټونو کار روان دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
Background image

د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره...

بېرته خبرونه ته