د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) له لوري د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۸:۵۴
عقد قرارداد لات سوم

د ټي ډي اف لسمې پروژې د درېیم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي شرکتونو ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد حنیف حمزه، آترا ادارې رییس محترم مولوی سید برات شاه آغا ندیم، افغان ټلیکام او اتصالات مخاتراتي شرکتونو مسوولینو او د رسنیو د استازو په حضور کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

د کنفرانس په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په تیرو دریو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اف پروژې په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل: اوسنی عصر د ټکنالوژۍ عصر دی، د ټکنالوژۍ د حیاتي اهمیت په پام کې نیولو سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې د هېواد هغو برخو ته چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري مخابراتي آسانتیاوې ور ورسوي او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد ډېرې محرومې سیمې له مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو برخمنې کړي.

لات سوم پروژه دهم تی دی اف

ښاغلي وزیر صاحب دغې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د ټولیز لاسرسی لسمه پروژه چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام څخه منظور شوې او اوس مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د یادو مخابراتي سایټونو پر جوړېدو او همدا راز د ځینو مخابراتي سایټونو پر فعالیدو کار روان دی او له بشپړېدو سره به یې د هېواد ډېر شمېر سیمې او هېوادوال مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ټي ډي اېف لسمه پروژه چې په ۳ مشخصو لاټونو ویشل شوې، د یادې پروژې د دوه لاټونو قرارداد د ۳۲۸۱۴۱۳۶ دوه دېرش میلیونه اته لکه څوارلس زره او یوسلو شپږدېرش امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي او د جوړیدو چارې یې هم پیل شوي چې ډېر ژر به فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز دریم لاټ کې چې د هیواد ۱۵ ولایتونه ۱۰۴ ولسوالۍ شاملې دي ۱۴۹ مخابراتي سایټوڼه ورته پلان شوي چې د ۱۳۸۵۷۶۸۱ دیارلس میلیونه اته لکه اوه پنځوس زره شپږ سوه یو اتیا امریکایي ډالرو په ارزښت د ګټونکو شرکتونو سره د رسینو پر وړاندې د یادو سایټونو د جوړولو قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولینو او اړونده شرکتونو سره لاسلیک شول.

اتصالات

د داوطلبۍ په پروسه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د درېیم لاټ ۱۱۹ او د واحدې منبعې ۲۵ مخابراتي سایټونه ګټلي او همدا راز د اتصالات مخابراتي شرکت د واحدې منبعې له طریقه د ۵ مخابراتي سایټونو د جوړولو او فعالولو ګټونکي اعلان شوي وو چې د دواړو مخابراتي شرکتونو سره د سایټونو د جوړېدو قرارداد لاسلیک اود سایټونو عملي چارې به هم ورسره پیل شي.

افغان تلیکام

د یادونې وړ ده دغې مطبوعاتي کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته په کلکه لارښوونه وکړه چې د تړون له اصولو او شرایطو سره سم خپلې چارې ترسره کړي او له قوانینو سرغړونه د منلو وړ نه ده او د غیر قانوني مواردو په لیدو سره به  قانوني چلند سره مخ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د محرومو سیمو تر پوښښ لاندې راوستل او همدا راز مخابراتي مارکېټ کې د خدمتونو او کیفیت ارزونه خپل مسؤلیت ګڼي او وخت په وخت له مخابراتي مارکېټ څخه څارنه ترسره کوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد ټولې هغه محرومې سیمې چې تر دې دمه ورته هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې نه وې مهیا شوې لومړی په نښه او بیا یې ورته ۵۱۰ مخابراتي سایټونه د ټي ډي اېف لسمې پروژې او همدا راز د واحدې منبع له لوري منظور کړي چې اوسمهال په یادو سایټونو عملي کار روان او له بشپړېدو سره به یې د هېواد اکثریت محرومې سیمې له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد ګڼو سیمو کې د نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو له کاري بهیر څخه څارنه...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۱:۱۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

ننګرهار ولایت بهسود ولسوالی ګردي کڅ سيمې کې په لومړي ځل د افغان بیسیم شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شول

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره...

بېرته خبرونه ته