د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست او د کثیرالرشتوي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۴۰
امضاء تفاهم نامه

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د کثیرالرشتوي انسټیتوتونو آمریت تر منځ د علمي او عملي چارو، غونډو او سیمینارونو ترسره کولو لپاره مناسبې کاري ساحې رامینځته کولو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، کارمندانو او محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو، او د دواړو ادارو د ظرفیتونو لوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

امضاء تفاهم نامه

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د پکتیا ولایت د کثیرالرشتوي انسټیتوتونوآمریت سره یې د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

بېرته خبرونه ته