لغمان ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۳۵
ولایت لغمان

دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس د لغمان ولايت په مهترلام ښار کى د مخابراتو رياست او ګډ کميسون له لوري د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې پدی ولایت کی د آریانا په نوم کارګو چی د جواز پرته په غیرقانونی ډول پوستی فعالیتونه یې ترسره کول  بند او دفتر یې مهر لاک شو.

ولایت لغمان

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پستي شرکتونه کولاى شى چې د يو مشترې پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چى د ۴۲ کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشى کولاى چى د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۱:۵۰
Background image

غور ولايت په مرکز فیروزکوه ښار او شهرک ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۶
Background image

نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته...

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۲۷
Background image

لوګر ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د څلورو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

په دغه څارنه کې چې د لوګر ولایت مرستیال والی ښاغلي مولوی محمدانور دین پرور هم...

بېرته خبرونه ته