د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو له مرستیال سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۴:۴
دیدار معاون شاروالی کابل با وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو له مرستیال ښاغلي مولوي محمد خالد سره د ښاروالۍ د بیلابیلو برخو لپاره د سیسټمونو پر جوړولو خبرې وکړې.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال ښاغلي مولوي محمد خالد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې اوسمهال یې افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې ګړندي ګامونه اخیستي چې د دولتي ادارو لپاره یې په چارو کې د آسانتیا  په موخه یو شمیر سیټمونه جوړکړي.

ښاغلي خالد زیاته کړه چې کابل ښاروالۍ د هېواد یو له هغو امارتي ادارو څخه ده چې ولسونو سره یې کاري ارتباط ډېر دی نو په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه یې د استملاک، دجواز صادرولو، او املاکو په برخه کې د سیسټمونو جوړولو غوښتنه وکړه چې  د کابل ښاروالۍ د چارو په ګړندیتوب کې مهم لوبوي .

دیدار معاون شاروالی کابل با وزیر مخابرات

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې پر الکټرونیکي حکومتولۍ رڼا واچوله او همدا راز ټکنالوجي یې د اوسني عصر مهمه برخه یاده کړه، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي په افغانستان کې د عصري ټکنالوجۍ پر مټ په دولتي چارو کې سهولتونه رامنځته کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني په وینا اوسمهال د افغانستان د ټولو امارتي ادارو د سیسټمونو سروې سر ته رسېدلې او هڅه شوې چې د وزارتونو اویو شمیر ادارو چارې په عصري ټکنالوجۍ سمبال کړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونه دمګړی د هېواد په ډېری دولتي برخو کې د سیسټمونو په جوړولو بوخت دي.

د ښاغلی وزیرصاحب په وینا کابل ښاروالۍ چې تر ډېره  د کابل ښاریانو لپاره خدماتي چارې سر ته رسوي نوموړو سیسټمونو ته اړتیا لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به یاد سیسټمونه کابل ښاروالۍ لپاره چمتو کړي او د دوی د چارو د ښه پر مخ بیولو په موخه به یې ور وسپاري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته