د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي ګمارل شوي رییسان د وزارت کارکوونکو ته معرفي شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۹:۴۴
معرفی رییسان جدید

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د جلا جلا حکمونو په اساس، محترم شهزاده حسین عزیزي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د وړاندې کولو د رییس او محترم مولوی محمد رحیم ندیم د مخابراتو وزارت د افغان ټلیکام شرکت د مالي او اداري مرستیال په توګه ګمارل شوي دي د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي بڼه د وزارت کار کوونکو ته ور وپیژندل شول.

پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني دغو رییسانو ته چې د وړتیا، کاري تجربې په پام کې نیولو مقرر شوي مبارکي و ویله او د دوي ټاکل یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې ښه ګام وباله.

معرفی دوتن از رییسان

محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني دوي ته په کارونو کې د الله تعالی له درباره د توفیق غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د خپلو وړتیاو څخه په ګټه اخیستلو سره خپله دنده په بشپړ صداقت، ایمانداری او اخلاص سره سر ته ورسوي.

همدا ډول دغې ناسته کې دواړو تازه ګمارل شویو رییسانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني څخه د دوی د ګمارنې له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره اخلاص او صداقت به خپلې چارې پر مخ وړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته