د تحول نه وروسته د افغان ټلېکام مخابراتي شرکت لویې لاسته راوړنې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۰:۴۰
افغان تلیکام

- د انټرنېټ په کیفیت او د سلام مخابراتي شبکې د پیکجونو په بیو کې لوی بدلون راغلی دی، د بیلګې په توګه، عادي اړیکې په یوه دقیقه کې ۲.۵ افغانۍ لګښت لري، مګر په دې کڅوړو کې دا ۱.۲ افغانۍ لګښت لري. دغه راز د غږيزو او انترنیټي خدمتونو په کیفیت کې له ‏تخنيکي اړخه ۳۰ سلنه مثبت بدلون راغلی دی.

- د افغان ټلېکام مخابراتي شرکت ۳۵٪ ‏دستګاوې چې د روغنياتو د قرار دادونو د تعطيل له امله د لنډې مودې لپاره بندې شوې وې بیا فعالې او د زيان مخه نيول شوې ده.‏

- د سلام شبکې‎ ‎د ۱۳۴۱ آنتنونو څخه ۲۳۶ آنتنونه چې د هېواد په ولایتونو کې د امنيتي ستونزو له امله سوځيدلي ‏او يا غير فعاله وو، له جملې څخه یې ۶۰ آنتنونه فعال او په پاتې آنتنونو باندې کار روان دی.

- د افغان ټلېکام مخابراتي شرکت ۳۵٪ ‏دستګاوې چې د روغنياتو د قرار دادونو د تعطيل له امله د لنډې مودې لپاره بندې شوې وې بیا فعالې او د زيان مخه نيول شوې ده.‏

- بريښنايي ‏کريدت (‏Me2U‏) سیستم د پيريدونکو لپاره د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په پار نوی شوی دی چې د مکالمو بیې تر ټولو شرکتونو ټيټې دي.

- د اګست میاشتې راهیسې، پلور ۲۰٪ او د پیرودونکو شمیر نږدې ۲۵٪ ډیر شوی.

- د DSL خدمتونه چې پخوا يواځې د شرکاوو له لوري ترسره کيدل اوسمهال شرکت خپله پيل کړي دي

- په بازار کې، د بینډ ویت بیه په عمده توګه ۳۵٪ راټیټه شوې.

- د سيمدار تخنيکي برخه کې ټول ټال ۶۰۰۰ کيلومتره د نوري فايبر لاين ۵۰٪ قطع وه اوس یې ۹۰٪ رغول شوې ده.‏

- د فراه او هلمند ولایتونو کې چې د فکس لاين دستګاوو غير فعاله وې بیا فعالې شوې دي.‏

- د شرکت مالي او اداري، بشري سرچینو، سیم لرونکي او بیسیم برخو اړین اصلاحات راوستل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته