د وزارت د بودیجې د لګښت ارزونه او د پراختیايي پروژو د وضعیت په اړه څلورمه ناسته

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د پروژه چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د بودیجې د لګښت څرنګوالی، د پراختیایي پروژو وضعیت بررسي او د اړونده پروژو په وړاندې د مسئولینو اجراات تر بحث لاندې ونیول شول او د اړونده برخو مسؤلینو د پروژو پلي کولو سرعت او ننګونو او حل لارو په اړه خپل د اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري رئیسانو ته د یادو پروژو د پراختیا په وړاندې د خنډونو له منځه وړلو لپاره لازمې لارښوونې وکړې ترڅو په دې اړه د ریاستونو ترمنځ د تخنیکي بحثونو لپاره د همغږۍ او تخصصي ناستې ډیرې شي او په راتلونکې ناسته کې د پروژو د پرمختګ او وضعیت په اړه خپل د اجرااتو راپور جوړ او وړاندې کړي.