د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ته نوی رییس ور وپیژندل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۷:۴۲
ولایت فراه

د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی ټاکل شوی رییس په هغه غونډه کې چې د فراه ولايت مرستيال والي محمد داود شېرزاد د ولایتي شورا رییس دادالله قانع، د ولایتی شورا غړي ګل احمد فقيري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د افغان پست، د اترا ادارې او د افغان ټیلیکام ادارې کارکوونکو، د مدني ټولنو غړو، د رسنيو استازو او نورو ډېرو میلمنو پکې ګډون کړی وو معرفي شو.

د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوي ريیس ښاغلي سحر په خپلو خبرو کې وويل چې په پوره قوت او انرژۍ سره به خلکو ته د مخابراتي خدمتونو په برابرولوکې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې یې د ولایت مقام څخه د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د فراه ولایت د ولایتی شورا رییس نوموړي ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د مخابراتي خدمتونو په ښه کولو ټینګار وکړ. همدا راز د ولایت مقام مرستیال د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو په اهمیت خبرې وکړې او د مخابراتي خدمتونو د لا ښه کېدو په برخه کې یې د نوي رییس سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته