د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پنځه تنه نوي ګمارل شوي رئیسان په رسمي ډول معرفي شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۶:۴۹
معرفی پنج تن از رییسان جدیدالتقرر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۴ تنه د مرکزي ریاستونو رئیسان او یو ولایتي رئیس په رسمي ډول خپلو دندو او همکارانو ته معرفي شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري نوي ټاکل شوي رئیسانو ته د دوي د نوي مسئولیتونو له امله د مبارکۍ ویلو پر مهال د مخابراتو وزارت د اصلي دندو او موخو په اړه لنډه وینا وکړه. نوموړې یادونه وکړه چې د متخصصو او ژمنو اشخاصو جذبولو سره کولی شو خپل اصلي اهداف چې د پروسو ساده کول او د دولت عامه خدمتونو ډیجیټل کول دي ترلاسه کړو.

پنج تن از رییسان جدیدالتقرر

وزیر ارمین محمدي د ارشد ډیجیټلي لوی رئیس په توګه، عبدالرشید احمدي د افغانستان د پوستي خدمتونو تنظیم ادارې (آپرا) رئیس په توګه، محمد مصطفی نایر د عامه کلیدي زیربنا رئیس په توګه، خداداد موسوي د کاسا ډیجیټل او عبدالمالک مالکیار په نیمروز ولایت کې د ډیجیټلي همغږی کونکي ادارې رئیس په توګه دې وزارت ته معرفي شوي دي.

نوي ټاکل شوي رئیسانو د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، او همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د باور له امله د مننې په څرګنده ولو سره ژمنې وکړې چې د ورسپارل شوي مسؤلیتونو د اهمیت په درک کولو سره به د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره هڅې وکړي

پنج تن از رییسان جدیدالتقرر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې...

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۶:۲۵
Background image

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په موخه...

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د یادې...

بېرته خبرونه ته