د کاسا ډیجیټل رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د مخه ښې مراسم

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۶:۵۵
رییس پروژه دیجیتل کاسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاسا ډیجیټل رئیس ښاغلي محمد فواد انورزي چې له خپلې دندې استعفا ورکړې د مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري او د وزارت یو شمیر رئیسانو په ګډون جوړ شوي وو په رسمي ډول خدای پاماني وکړه.

آغلې معصومې خاوري د کاسا ډیجیټل په پروژه کې د ښاغلي انورزي د دریو کالونو د لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغان ټلیکام د عمومي رئیس په توګه هغه ته یې د نوي دندې د مبارکۍ ویلو پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او افغان ټلیکام ترمنځ پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

ښاغلی انورزی د ولسمشر د فرمان له مخې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

مراسم ښاغلي محمد فواد انوري ته د ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

رییس پروژه دیجیتل کاسا

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته