معصومه خاوري: د پایدارو موخو سره دیجیتل کاسا پروژه باید سیمه‌اییز اتصال لپاره زمینه برابره کړي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۶
پروژه دیجیتل کاسا

په هغه ناسته کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشری او د کاسا ډیجیټل پروژې مسؤلینو په ګډون د دې پروژې تخنیکي ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د پروژې ګړندي کولو او موخو ته د رسیدو په اړه خبرې وشوې.

د پروژې د چارواکو د راپور اوریدو وروسته، آغلې خاوري ټینګار وکړ چې دا پروژه د نړیوال بانک یوه مهمه پروژه ده چې د افغانستان ډیجیټل کولو لپاره مناسبو فرصتونو په برابرولو کې مرسته کوي او د ژینوا کنفرانس کې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان لخوا د شویو ژمنو سره سم، اړینه ده چې دا پروژه په ګړندي او مؤثره توګه پلې شي.

دیجیتل کاسا

پدې ناسته کې، ټینګار وشو چې د دې پروژې چارواکي د اړوندو پلانونو او ستراتیژیو سره په مطابقت کې چې د لار نقشې په توګه کار کوي او په ځانګړي توګه د ادارو د نښلولو او ډیجیټل کولو لپاره اهم بنسټ جوړوي، په بریالیتوب سره پلي کړي او د بیلابیلو مرحلو راپور دې د وزارت رهبري سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي آنټن د رغېدو چارې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي د ۴ میاشتو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې...

بېرته خبرونه ته