نکسا څنګه په افغانستان کې انټرنیټ ګړندي، خوندي او نرخونه کموي؟
نکسا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مهمه پروژه ده، چې په ۱۳۹۷ کال کې رامنځته شوېده او د هغې د پراختیا مرحلې روانې دي.
یاده زیربنا د هغې د پیل راهیسې د ۲۴ څخه ډیرو شرکتونو سره چې انټرنیټی خدمتونه وړاندې کوي وصل شوې او خپل خدمتونه چمتو کوي.
د افغانستان انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) فزیکي زیربنا ده چې له لارې یې د انټرنیټ او اطلاعاتو ترافیک د ځایی انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو (Internet Services Providers) لخوا تبادله کیږي.
د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې مرکز (NIXA) د لاندې فعالیتونو د تر سره کولو په موخه رامینځته شوی دی:
- د معلوماتو محرمیت ساتل.
- د بانډویډ لګښت کمول.
- د انټرنیټ سرعت او کیفیت لوړولږ
- په افغانستان کې د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره ګیټوې رامینځته کولږ
د نکسا پروژې یوه موخه د افغانستان د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره د داخلي ګیټوې رامینځته کول دی، چې د معلوماتو امنیت او محرمیت ساتلو لپاره خورا اغیزمن دی. همداراز د هیواد داخلي ترافیک ګړندی کولو کې هم لوی رول لوبوي، ځکه چې د انټرنیټ ترافیک به نور پخوانۍ اوږده سفر ونه کړي.
د انټرنیټ تبادلې مرکز رامینځته کیدو څخه وړاندې، د انټرنټ خدمتونو وړاندې کونکو له بیلابیلو هیوادونو څخه انټرنیټ پیرل او په افغانستان کې هیڅ کورنی ګیټوې نه وه رامینځته شوې، انټرنټ د نورو هیوادونو له ګیټوې څخه تیریدل چې د معلوماتو امنیت او محرمیت د نه خونديتوب، او د انټرنیټ د ټیټ سرعت او لوړې بیېلامل و.په ورته وخت کې ، د معلوماتو له لاسه ورکول د اوږد سفر له امله هم ممکن و.