د اړوندو ادارو او‎‏G42 ‎ چارواکو ترمینځ د بریښنایي حکومتولی پیاوړتیا لپاره غونډه جوړه شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۹
تقویت حکومتداری الکترونیکی

دغه ناسته د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلي معصومه خاوري ، د چارو عمومي ریاست د ‏پانګونې اسانتیا واحد رئیس ښاغلي عطاالله نصیب، په ابوظبي کې د افغانستان سفیر ښاغلي جاوید احمد، د اټرا ادارې رئیس ښاغلي ‏محمد عمر انصاري، د معلوماتو او ملي احصائیې د ریاست مرستیال ښاغلي بهادر هلالي، او د‎ G42 ‎شرکت چارواکو په ګدون د ‏برښنایي حکومتولي پیاوړتیا په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه‎. ‎

لومړی ، د جمهوري ریاست د چارو عمومي ادارې سلاکار ښاغلي صمیم عارف ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د‎ G42‎ ‎شرکت په اړه یي معلومات وړاندې کړل نوموړي وویل چې دغه غونډه د برښنايي حکومتولی په اړه د ولسمشر د لارښوونو سره ‏سم جوړه شوې ده‎. ‎

بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومه خاوري د برښنایي حکومتدارۍ مؤثریت او پروسو ساده کولو په اړه ‏خبرې وکړې ، نوموړې د پرمختللو هیوادونو د تجربو، په ملي او سیمه ایزه کچه د الکترونیکي زیربناوو څخه د ګټې اخیستنې ‏لپاره غوښتنه وکړه

جلسه

د پانګونې اسانتیا واحد رئیس د سیستمونو ادغام، شبکې جوړولو او د برښنايي حکومتوالی په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې ‏ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک کړل، او ټیګار یې وکړ چې لومړني او ابتدایي سیسټمونه باید په مډرن سیستمونو بدل ‏کړای شي‎.‎

ورپسې په ابو ظبۍ کې د افغانستان سفیر هم د ویډیو کنفرانس له لارې، د اترا ادارې رییس او د احصایې د ملي ادارې مرستیال ‏هر یو په خپل وار سره د موضوع او اړوندو څانګو د رول په اړه خبرې وکړې‎.‎

سفیر افغانستان در ابوظبی

د غونډې په پای کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي همکارانو د موضوع په اړه خپل پلانونه او نظریات ‏وړاندې وړاندې کړل.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

بېرته خبرونه ته