د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې وزیرې معصومې خاورې سره د فرانسې د سفیر پیژندګلوي کتنه
د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتې په ۸ مه نیټه د فرانسې سفیر، ډاویډ مارتینن او ورسره مل پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې آغلې معصومې خاوري سره وکتل او هغې ته یې د نوي مسؤلیتونو مبارکي وویله.
د لیدنې په جریان کې، ښاغلي مارتینن د فرانسې او د افغانستان حکومت او خلکو ترمینځ د روانو همکاریو په ځانګړي ډول د دفترونو ډیجیټل کولو په برخه کې خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې ښاغلي معصومې خاوري هم د مارتینن او ورسره مل پلاوي له حضور څخه قدرداني وکړه او د دفترونو ډیجیټل کیدو پر اړتیا یې په ځانګړي ډول د کرونا ویرس له امله رامینځته شوي وضعیت کې ټینګار وکړ.
فرانسه د افغانستان د دولت او خلکو یو ملګری هیواد دی او په دې ټینګار وشو چې په راتلونکي کې به دوه اړخیزو همکاریو دوام لپاره ډیرې ناستې او غونډې ترسره شي.