په وزارت کې نوی جوړښت او اساسي اصلاحات

 د معلوماتي ټکنالوژۍ ، مخابراتو او ساینس وزارت په تیرو څو میاشتو کې د دې وزارت د اصلاحاتو او مسلکي کولو په برخه کې بنسټیز ګامونه اخیستي دي. دا اقدامات د نړۍ بریالي موډلونو د مطالعې وروسته او د هیواد شرایطو، امکاناتو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په نړۍ کې د اطلاعاتو او مخابراتي ټکنالوژۍ سکتور پراختیا سره د همغږي کولو، د وزارت موخو او ماموریت سره سم د مسلکیتوب، تخلیقیت او د اغیزمنتوب او موثریت کچې لوړولو او د بنسټیز بدلون رامنځته کولو په موخه ترسره شوي دي.

هیله ده چې د وزارت نوی تشکیل به د اطلاعاتو او مخابراتو ټکنالوجۍ سکتور د ودې، د ډیجیټلي بدلون ریښتیني کیدو او د معلوماتي ټولنې په لور حرکت، د دولتي خدمتونو وړاندې په کولو، په فعالیتونو کې عدالت او شفافیت راوستلو، اداري فساد له مینځه وړلو او برښنایي حکومتوالی پیاوړي کولو لامل شي. پر ځای ده چې، له جلالتمآب ولسمشر، د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا مشرتابه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د دغه وزارت همکارانو څخه د هغوی د ملاتړ، همکارۍ او نه ستړې کیدونکو هڅو څخه مننه وکړو.

دلته یې دانلود کړئ

تشکیل ۱۳۹۹ مخابرات

 

د وزارت اداري چارټ په 1399 کال کې د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د نوي ولایتي څانګو نمونې چارټ

د ولایتي ریاستونو جوړښت د لاندې چارټ سره ورته دی

تشکیل ولایتی