واسطه لرونکي خلک به د رسنيو پر وړاندې افشا شي!

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۴
MCIT: to apply reward and punishment system

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدماتو مرکز له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې په ترڅ کې ددغه شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې باید متعهد و اوسي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د کارکوونکو د صادقانه کار ملاتړ کوي، د هیڅ شخص حق باید ضایع نه شي او په کاري وخت کې دې په جدي توګه عدالت پلی شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د مکافات او مجازات سیستم به په جدي توګه عملي کېږي او هر شخص چې واسطه وکړه د رسنيو پر وړاندې به د خلکو سره شريکېږي.

په پای کې ښاغلي هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د پراختيا او ودې په موخه ژمنه وکړه، ددغه شرکت د مسؤولينو له هڅو او کارونو يې مننه او د شرکت د پرمختګ لپاره يې د ګټورو ګامونو اخیستلو په موخه له ټولو د همکارۍ غوښتنه وکړه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته