مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول
Publish Date
۱۳۹۷ کال د حمل میاشتې په ۱۴ مه نيټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی شهزاد اریوبي ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په جریان کې د شته اړیکو د پراختیا له پاره د ستراتيژيکو همکاریو دوه هوکړه لیکونه د ازبکستان د معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر ښاغلي عظیم احمد خدایوف سره لاسلیک کړل.
ددغه هوکړه لیکونو پر بنسټ دواړه هیوادونه یو له بل سره د قانون په چوکاټ کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د سکټور پیاوړتیا، د e-governance يا د الکترونيکي حکومتولۍ وده، د مخابراتي زیربناوو، ټیکنالوژۍ او پوسټي چارو پراختیا، د بورسونو تخصیص، د دواړو هېوادونو مسلکی کسانو يو له بل سره د تجربو تبادله، د ګډو پلانونو او نوښتونه پلي کول او د انټرنیټ بندویت او د مناسبو نرخونو په برخه کې د همکاری رامنځته کول دي.
پدې سربیره د افغان ټيلي کام شرکت رییس اجمل عیان او د ازبک ټيلي کام رییس فرخود روزیوف ترمنځ په داسې حال کې چې د افغانستان او او ازبکستان د مخابراتو وزیرانو شتون درلود دهمکارۍ یوه بله توافقنامه لاسلیک شوه. د دې هوکړه لیک پر بنسټ، دواړه هیوادونه به د مخابراتو او انټرنیټي سکتورونو د نوې تکنالوجۍ، د مخابراتو او تخنیکي میتودونو د شریکولو او معرفي کولو په برخه کې په ګډه کار کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت
د رسنیو او عامه اړیکو دفتر