د (af.) ډومینونو قیمت راټیټ شو

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (af.) ډومینونو قیمت راښکته کړ؛ دا په داسې حال کې دی چې د یادو ډومینونو پخوانی کلنی فیس ۵۰ امریکایي ډالره وه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د لزوم دید  او رهبرۍ د  پریکړې  پر بنسټ د (af.) ډومین کلنی فیس ۲۵ امریکایي ډالره وټاکل شو. د یادونې وړ ده چې د ډومینونو د فعالیت د ساحې پراخوالي په په موخه د ( tv.af.) او (media.af.)  په نوم دوه نور زونونه هم اضافه شول؛ د دغو دوه زونونو د هر ډومین د ثبت قیمت ۴۰ امریکایي ډالره و ټاکل شو. د (af.) عمومي مدیریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي سیستمونو د امنیت ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي چې اساسي هدف یې  په هېواد کې د (af.) تر نامه لاندې د ډومینونو ثبت او راجیسټریشن دی.

په بازار کې د سالمې سیالۍ په موخه د (af.) ډومین مرکزي کوډ تخفیف د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اپریل میاشتې له ۷ نیټې څخه پلی او د تطقیق وړ دی.  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي سیستمونو د امنیت ریاست له ۲۰۰۳ کال څخه تر دې مهاله ۸۶۰۰ ډومینونه ثبت او راجیسټر کړي دي.

 

د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

د رسنیو او عامه اړیکو دفتر