د ګرځنده (مبایل) ټلېفونونو او وسایلو د ثبت سیسټم د رامنځته کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د طرحې منظوري

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

سه شنبه د ۱۳۹۷ د لړم ۲مه : د ماليې وزارت د سرپرست او د زیربناو په چارو کې د جمهوري ریاست ارشد سلاکار ښاغلي محمد همايون قيومي په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا ناسته وشوه. په داسې حال کې چې اقتصادي عالي شورا غړي په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي حضور درلود، د ګرځنده (مبایل) ټلېفونونو او وسایلو د ثبت سیسټم د رامنځته کولو طرحه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه او له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې:

دفزيکي خونديتوب، د مبایل کاروونکو د شخصي حریم د ساتنې، د جرمونو د مخنيوي او مالياتو څخه د فرار  د مخنيوي په موخه د اهميت په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د ګرځنده مبایلونو او  وسايلو د ثبت سیسټم د رامنځته کولو طرحه تائيد ده.

د ويلو ده چې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ګرځنده ټلېفونونو د غلاو او پټولو ستونزه چې په ځينو حالاتو کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي، د خپلو کارونو په لومړيتوب کې نيولې او یوه طرحه يې جوړه کړې چې په عملي کېدو سره به يې د ګرځنده ټلېفونونو د غلاو مخنيوی وشي، د خلکو د شخصي معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه به ونيول شي، بازار ته به غېر قانوني وسایل نه واردېږي او تر څنګ به يې د مالياتو د فرار مخه ونيول شي.

ددغه طرحې پر بنسټ یو داسې سيسټم جوړېږي چې په هېواد کې دننه او آن د سيمې په هېوادونو کې به غلا شوي الکټرونيکي وسایل د استفادې وړ نه وي او مجرمينو ته به يې غلا هېڅ کومه ګټه ونه لري.

پر دې سربېره، ددغه سيسټم په رامنځته کولو سره مجرمين په ډېر کم وخت کې په نښه کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي. دا سيسټم په داسې ډول جوړېږي چې نه یواځې د ټلېفونونو د غلاو د جرم مخنيوی کوي، بلکې نورې ناوړه او غېر قانوني کړنو لکه د غېر قانوني سيم باکسونو  د کارونې او همدا شان د بې کفيته وسایلو ده وارداتو مخه نيسي.

له دې کبله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ددغه سيسټم د جوړولو او د مخابراتي خدماتو د مشترکينو د ځان او مال د خونديتوب په موخه له ټولو امکاناتو کار اخلي او هېوادوالو ته به دغه اسانتياوې رامنځته کړي.

 

د زياتو معلوماتو لپاره زموږ وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ: www.mcit.gov.af