د IT څوارلسم ملي کنفرانس کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۶ - ۱۶:۱۸
اشتراک در چهاردهمین کنفرانس ملی IT افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د لوړو زده کړو د وزیر محترم ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په ملتيا، د افغانستان د IT څوارلسم ملي کنفرانس کې د ګډون تر څنګ وېنا وکړه.

محترم اريوبي د خپلې وېنا په ترڅ کې وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت متخصصين د IT د بنسټيزه کولو لپاره جدي پاملرنه کوي، او په دې کنفرانس کې د محصلينو د پروژو اهميت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره ځانګړې ځای لري.

د ښاغلي اريوبي په خبره، دغه ډول کنفرانسونه، نه یواځې دا چې د محصلينو د ظرفیت لوړونې زمينه برابروي، بلکې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

د مخابراتو وزیر وویل، ژمن يوو چې د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم، په ځوانو افغان کادرونو پانګونه وکړو او دوی کولی شي، د خپلو څېړنو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تحقيقاتي مرکز څخه ګټه واخلي.

ددغه مجلس په پای کې محترم شهزاد آريوبي او د لوړو زده وزیر د ۲۵ پروژو له جملې غوره پنځه محصلينو ته ستاینليکونه ورکړل چې د ننګرهار پوهنتون د دويم کال لپاره سر پرسر په دغه کنفرانس کې لومړی مقام تر لاسه کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته