د IT څوارلسم ملي کنفرانس کې ګډون
![اشتراک در چهاردهمین کنفرانس ملی IT افغانستان](/sites/default/files/2018-12/48364208_1998146520482565_4688038309178376192_n.jpg)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د لوړو زده کړو د وزیر محترم ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په ملتيا، د افغانستان د IT څوارلسم ملي کنفرانس کې د ګډون تر څنګ وېنا وکړه.
محترم اريوبي د خپلې وېنا په ترڅ کې وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت متخصصين د IT د بنسټيزه کولو لپاره جدي پاملرنه کوي، او په دې کنفرانس کې د محصلينو د پروژو اهميت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره ځانګړې ځای لري.
د ښاغلي اريوبي په خبره، دغه ډول کنفرانسونه، نه یواځې دا چې د محصلينو د ظرفیت لوړونې زمينه برابروي، بلکې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور لپاره لويه لاسته راوړنه ده.
د مخابراتو وزیر وویل، ژمن يوو چې د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم، په ځوانو افغان کادرونو پانګونه وکړو او دوی کولی شي، د خپلو څېړنو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تحقيقاتي مرکز څخه ګټه واخلي.
ددغه مجلس په پای کې محترم شهزاد آريوبي او د لوړو زده وزیر د ۲۵ پروژو له جملې غوره پنځه محصلينو ته ستاینليکونه ورکړل چې د ننګرهار پوهنتون د دويم کال لپاره سر پرسر په دغه کنفرانس کې لومړی مقام تر لاسه کوي.