د رومانیا د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې رئیس سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
جمعه ۱۳۹۷/۸/۱۱ - ۱۹:۴۵
45254714_1973509976279553_8977739288078712832_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير محترم شهزاد آريوبي نن د مخابراتو د نړیوالې اتحاديې د کنفرانس په څنډه کې د رومانيا د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې رئیس محترم Sorin Mihai GRINDEANU سره د لیدنې تر څنګ د دوه اړخيزه همکاريو او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ددغه هېواد د تجاربو څخه د استفادې پر څرنګوالي خبرې او بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې همدا شان د رومانيا د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې رئیس په افغانستان کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او تر څنګ يې د مخابراتو د نړېوالې اتحاديې د بورډ غړو په ټاکنو کې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته