مخابراتي سکټور د پانګونې لپاره ښه چاپیریال

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۲/۲۷ - ۵:۳
asd

د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې چې د اترا ادارې مسئولینو حضور درلوده د مخابراتي شرکتونو استازو او د افغان ټيلي کام شرکت له رییس سره ولیدل
په دغه ناسته کې ولسمشر د مخابراتي کمپنیو د ستونزو اوریدو نه وروسته د حل لپاره فرمان صادر کړ چې غټې ګټې یې؛ مخابراتي شرکتونو ته دولتي ځمکې په اختیار کې ورکول، د بریښنا شرکت لخوا دولتي شرکتونو ته د اړتیا وړ برق ورکول، شرکتونو سره د ملکي او نطامي بنسټونو همکاري، د مخابراتي سکټور غټو پانګه اچوونکوته د قرضې د ورکړې پالیسي برابرول، د مالیاتو ارزونه او د قوانینو او پالیسۍ په چوکاټ کې د موظف کمیسیون لخوا او د مخابراتي کمپنیو د یوه استازي په غړیتوب د شرکتونو په اړه د سفارشونو استماع شامله ده
همداراز جمهوررییس د نوري فایبر پر پراختیا ټینګار وکړ وې ویل، ټولې دولتي ادارې، جوماتونه، ښوونځي، پوهنتونونه او اکاډمیک مرکزونه به نوري فایبر سره وصل شي. هغه زیاته کړه په مساوي ډول په مخابراتي سکتور کې د پانګونې لپاره فرصت برابر دی او په دې برخه کې هیڅ انحصار نشته. نوموړي وویل چې حکومت به مخابراتي شزکتونو سره د انرژۍ او امنیت په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته