ښاغلی اجمل عیان د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د رئیس په توګه معرفي شو
![fsdf](/sites/default/files/2018-09/31239293_1874892269227793_8707966708103472373_n_5.jpg)
ښاغلی اجمل عیان چې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوی دی د روان 1396 کال د کب میاشتې په 19 مه نیټه په یوه رسمي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي لخوا د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي، ښاغلي اجمل عیان ته د هغه د ټاکنې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې په ټینګار سره وویل: چې ټول مسئولین او کارکوونکي باید د یو ټیم په توګه کار وکړي او د شرکت د پرمختګ او پراخوالي لپاره هیڅ ډول کوښښ ونه سپموي.
همداراز ښاغلي اجمل عیان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د باور څځه د مننې څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مخابراتو وزارت د رهبری او ملګرو په مرسته هیواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې په ریښتینولۍ کار وکړي او خپله هڅه به ونه سپموي.