د الکترونیکي تذکرو په تړاو ناسته

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي په مشرۍ د برښنایي پېژندپاڼو د سیستم د تشریح په تړاو ناسته ترسره شوه. په ناسته کې د نفوس احوال د ثبت مرکزي ادارې تخنیکي مرستیال ویس پایاب په ګډون د GTR کمپنۍ تخنیکي ټیم او نورو اړونده مسئولینو ګډون درلود. د GTR تخنیکي ټیم د الکترونیکي تذکرو د سیستم جوړښت او تخنیکي اړخ په تړاو پریزیټیشن وړاندکړ او په عملي ډول د تذکرې اخیستنونکې د ثبت پړاوونه تشریح او وښودل شول. سرپرست وزیر د سیستم پر لا ښه والي ټینګار وکړ او په دې اړوند یې مسئولینوته لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته