د مدني ټولنو د استازو لخوا د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير ته (د کار سړي) ستاينليک ورکړل شو.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات ته نن د شهامت، مشال او جهش مدني ټولنو لخوا "د کار سړی" ستاينليک ورکړل شو. په دغه ناسته کې د سياسي چارو کارپوه او ليکوال ښاغلي غفور جاوېد، د شهامت مدني ټولنې مشر ښاغلي فريد سيلاني، د مشال مدني ټولنې مشر هارون فورمولي، د ښځينه مدني فعالانو په استازيتوب اغلې تمنا جهش او ګڼ شمېر مدني فعالانو ګډون کړی و.

سرپرست وزير د مدني فعالانو د استازو وړانديزونه، په مخابراتي سکتور کې د خلکو ستونزې او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د مدني ټولنو د لاسته راوړنو په اړه د دوی خبرې واورېدي. د مدني فعالانو په ځواب کې ښاغلي سيد احمد شاه سادات د اصلاحاتو په راوستو کې د وزارت د رهبرۍ د کلک هوډ، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د وزارت په لاسته راوړنو، راتلونکو پرمختيايي پلانونو، د فساد سره د مبارزې او د مدني ټولنو په دوامداره نظارت تاکيد وکړ. سرپرست وزير د مدني ټولنو له راتګ څخه هر کلی وکړ او ځوانانو سره د ګډ کار تعهد يې څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته